له طالبانو سره اوربند ختم شو

comments 0

11 Views

هندوکش – کابل: افغان دولت هم له طالبانو سره یوه طرفه اور بند پای ته ورسوو.
محمد اشرف غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښونه وکړه چې بیا عملیات پیل کړي.
افغان ولسمشر وایي، د یو شمېر سیمو امن نومولو طرحه د دولت نه ده او اجماع پرې نشته .
ولسمشر ډاډ ورکړ چې یوه کوچنۍ سیمه هم وسله والو ته د امن په نوم نه ډالۍ کوو.
محمد اشرف غني پر طالبان غږ وکړ چې د ولس غوښتنې ته مثبت ووایي او سولې ته غاړه کېږدي.
محمد اشرف غني طالبان وننګول چې د سولې غوښتنه منی که بیا یي هم وژلو ته دوام ورکوي.
افغان ولسمشر وویل لس ورځې اوربند یی د هلمند سولې کاروان په غوښتنه وغځوو خو تېره شپه پای ته ورسېد.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments