له شنو ساحو دوکانونه ورانیږي

comments 0

هندوکش – کابل: کابل ګارنیزیون احمدشاه بابا مېنه کې د ناقانونه هټیو د ړنګېدو بهیر پیل کړ او خبرداری یې ورکړ چې ټول هغه دوکانونه او تختونه به وران کړي چې د سړک غاړو او یا پلي لارو کې جوړ شوي وي.
مسوولین وايي، چاته به نه تسلمېږي او د یوې اوونۍ په اوږدو کې به دولسمه ناحیه کې جوړ شوې شوې ټولې ناقانونه هټۍ له منځه یوسي.
هټیوالو او د سیمې اوسېدونکو د ګارنیزیون او ښاروالۍ له دغه اقدام هرکلی کړی؛ خو غوښتنه يې بیا داه چې قانون دې په ټولو یو شان پلی شي.
دولسمې ناحيې او امنیتي حوزې د کابل ګارنیزون په مرسته تېره ورځ ملالۍ واټ یا بت خاک څلور لارې کې ټول ناقانونه ځایونه وران کړي او ټاکل شوي چې په نورو څلور لارو کې هم ورته کار وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply