له سعودي چارواکو سره د اتمر لیدنه

comments 0

هندوکش – سعودي: د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له سعودي چارواکو سره د ترهګرۍ ضد مبارزې، دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او د سولې په بهیر خبرې کړي.
ملي امنیت شورا دفتر وایي، حنیف اتمر د سعودي له لوړپوړو امنیتي مشرانو سره کتلي او د نشه یي توکو د قاچاق په مخنیوي یې هم ورسره بحث او خبرې کړي.
محمد حنیف اتمر د سعودي د کورنیو چارو له وزیر سره هلته په سعودي کې د میشت افغانانو د وضعیت او کار په تړاو هم خبرې کړي او غوښتنه یې دا وه چې افغانانو ته خپل حقوق ورکړل شي.
ښاغلي اتمر دغه راز له سعودي غوښتي چې له افغانستان سره د سولې پروسه کې ګډون وکړي او د ترهګرۍ او نشه يي توکو پروړاندې مبارزه کې ورسره همکاري وکړي.
سعودي چارواکو له افغان لوري سره د هر اړخیزو همکاریو ژمنه کړې ده.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply