له سریلنکا سره د اړیکو په پراختیا ټینګار

comments 0

هندوکش_کابل: بهرنیو چارو وزارت له سریلانکا سره د همکاریو او سیاسي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.
کابل کې د سریلانکا سفیر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ادریس زمان سره کتلي او پر بیلا بیلو موضوعاتو یې خبرې کړي دي.
لیدنه کې د دوه اړخیزه اړیکو پر پیاوړتیا، د سارک سازمان په چوکاټ کې سوداګریزو ګډو همکاریو ټینګښت او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره د سریلانکا د مرستو پر بهیر خبرې شوي.
دغه راز ادریس زمان خبرې کړي چې څنګه کېدای شي د افغانستان د تاریخي ابداتو نندارتون په سریلانکا کې جوړ کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments