له زندان څخه خوشې شوی طالب وسلوال بیا جګړې ته ستون شوی

comments 0

هندوکش ـ پکتیا: د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د وسلوالو طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک له مخې د بندیانو د ازادیدو په پروسه کې څو اونې وړاندې افغان حکومت له لوري قاري منیب له زندان څخه ازاد او بیرته د جګړ ډګر ته ستون شوی دی.
دوی زیاتوي،چې یاد وسلوال طالب تیره ورځ له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکي وایي، طالبان دې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او له جګړې څخه دې لاس واخلي.
عمران احمدزی

Comments