له زنا د انکار له امله طالب قومندان دوه میرمنې وژلي

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: په ننګرهار کې طالب قومندان دوه میرمنې وروسته تر هغه و  وژلې چې له ده سره يي د زنا له کولو انکار وکړ.

د ننګرهار ځايي مسولین وايي چې په بټي کوټ کې د طالبانو يو قومندان پتنګ شاړي  دوه میرمنې وروسته تر هغه وژلي دي چې بيګاه ناوخته يي غوښتل له دوی سره زنا وکړي خو کله چې میرمنو مقاومت کړی دی وژل شوي دي.

د بټي کوټ يو تن اوسيدونکي هندوکش ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل:« د بټي کوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو ګمارل شوي قومندان پتنګ شاړي دوه کونډې میرمنې ددې له امله چې د نوموړي د زنا کولو غوښتنه يي نه وه منلې وژلي دي.»

نوموړی وايي چې د طالبانو دا قومندان له وسله والو کسانو د شپې له تيارې په استفادې د يوې پتمنې کورنۍ د عزت د لوټلو په پار ورغلی وو خو چې میرمنو مقاومت کړی وو او نارې سورې شوې وې نو يادې میرمنې يي وژلې وې.

نوموړی وايي:« يو لوری ته د کلي خلک خبر شوي وو او بل لوري ته دده کسان هم پوی شوي وو چې ددې کور له محاصره کيدو او د پتنګ شاړي د ورتګ موخه څه ده نو پتنګ شاړي ددې لپاره چې کيسه پټه شي په توره شپه يي په دې پلمه چې ګواکې يادو ميرمنو غوښتل پر دوی بريد وکړي وژلي دي.»

په سیمه کې خلک وايي چې د پتنګ شاړي د وحشتونو له امله خلک تر پوزې پورې راغلي دي.

ياده دې وي چې دوه اونۍ مخکې د طالبانو د یو قومندان حاجي نقیب مالي مسول اميرمحمد هم په ميدان وردګو کې د يوې پتمنې کورنۍ د عزت د لوټلو هڅه کړې وه چې د ميرمنو تر مقاومت وروسته ياد کس دې دوو میرمنو وژلی وو.

تر دې مخکې په میدان وردګو کې د طالبانو استخباراتي مسول ډاکټر ميرويس هم يو کور ته تر اوښتو وروسته و وژل شو چې طالبانو يي د وژلو په تور ددې لپاره چې د زنا او جنسي تيري کيسه پټه شي له کابله کور ته په رخصتۍ تلی بې ګناه محصل اعدام کړ.

 

Comments

Leave a Reply