له دوو کاله وروسته د غزني دده يک ولسوالۍ بېرته ونيول شوه

comments 0

هندوکش – غزني: د غزني ولايت سيمه ایز چارواکي وايي، د دغه ولایت ده يک ولسوالۍ مرکز چې شاوخوا يو کال د وسله والو طالبانو په ولکه کې و نن بېرته د افغان امنيتي ځواکونو لخوا ونيول شو.
د غزني ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري له مېلمه راډيو سره په خبرو کې وویل، چې شاوخوا يو کال مخکې د غزني مرکز د وسله والو له بريد سره هم مهاله په یادې ولسوالۍ د وسله والو د بريدونو له کبله ترې امنيتي ځواکونو شاتګ کړى وو، خو نن بېرته د افغان امنيتي ځواکونو لخوا ونيول شوه.
نوموړی وايي، امنيتي ځواکونو نن سهار د ده يک ولسوالۍ د مرکز د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل کړي وو چې په يوه ساعت کې وسله والو له مقاومت پرته د سیمې پرېښودو ته اړ او امنيتي ځواکونه پکې ځاى پر ځاى شوي.
د نوري په وینا له پلان سره سم به د ده يک ولسوالۍ د امنيت لپار لاﺯم قوي اقدامات ترسره شي.
نوموړی وايي، په دغو عملیاتو کې امنیتي سرتېرو او ملکي کسانو ته کومه مرګ ژوبله نده اوښتې، او نه هم وسله وال کومه مرګ ژوبله لري.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته خپل نظر نه دی څرګند کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د اسد په میاشت کې وسله والو د غزني په ښار له څلورو خواو برید وکړ چې هم مهاله يې په ده یک ولسوالۍ هم برید تر سره کړ چې د قوماندان طوفان په ګډون یو شمېر سرتېري ووژل شول او یو شمېر يې ژوبل شول.
چې وروسته یاده ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاسونو ته ولوېده چې تر اوسه د دوی په ولکه کې وه.
شاه رسول غزنوي

Comments