له خلکو د طالبانو د پیسو د اخیستلو ډولونه له عشر او زکات بیا تر جبر او ظلم پورې

comments 0

0 Views

هندوکش ـ خبرخونه: په نيږدې شلو ولايتونو کې د هندوکش خبري سرچينې د طالبانو د عوايدو او له خلکو څخه د دوی د غوښتنو په تړاو څيړنې کړي دي.

په دې څيړنه کې چې تر ډيره د ځينو سیمو قومي مخور، مشران،د پراختيايي پروژو مسولين، قرارداديان او بیلابیل پوړونه غږول شوي دي دوی وايي چې طالبان د زور او فشار له لارې له دوی څخه پیسې اخلي.

د سرپل د يوې پراختيايي شورا رئيس چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي هندوکش ته وويل:« طالبان له موږ څخه يوازې د ملي پيوستون او نورو دولتي پروژو په پلي کيدو کې پیسې نه غواړي بلکه هغه پیسې چې د حشر او چندې په نوم يي موږ د کلیو د ودې، ويالو د پاکولو او نوروټولنیزو چارو لپاره را ټولو نیمی پکې طالبان غواړي او که يي ورنکړو د شوراوو مالي مسولین ګواښ.»

په بغلان کې د يوې بلې پراختيايي شورا مسول وايي:« زموږ چې د کرکيلې او کښت وخت شي د طالبانو سیمه ایز مسولین راځي په زوره له خلکو په هرڅه کې د عشر او زکات په نوم خټکي، غنم، حبوبات او نور مواد غواړي.»

د هلمند د نهرسراج یو تن اوسیدونکی عبدالله وايي:« په هلمند کې د کوکنارو کرکیله بيخي ډيره ده دا چې طالبان اوس د کوکنارو د نړۍ والې مافيا يوه برخه دي ستر لامل يي په لومړيو کې د دوی له لوري له عشر او زکات څخه سرچينه اخلي کله چې دوی پوی شول چې دا برخه ډير زيات عايد لري او د پوډرو ډيری قاچاقبرو ورته پیسې ورکړي نو اوس يي ټول مسولین د کوکنارو په قاچاق او ددې بوټي کرلو ته د خلکو په اړويستلو بوخت دي.»

د کابل په ګاونډ کې په پروان، ميدان وردګو او لوګر کې هم خلک ورته خبره کوي او په پروان کې خو څو ځلې د عشر او زکات پر سر د طالبانو د سیمه ایزو قومندانانو تر منځ نښتې هم شوي دي او خلک وايي چې داسې وخت هم شوی دی چې دوی څو ځلې د عشر او زکات په نامو د طالبانو څو ډلې خوشالې کړي وي.

په ننګرهار او بدخشان کې بیا طالبان يوازې عشر او زکات نه اخلي بلکه پر لویه لاره موټرو ته هم کله کله دريږي اود يوې بې مانا پارچې پر مټ له موټرچلونکو پیسې اخلي.

په ننګرهار کې د شوکاڼي د معادنو اکثريت کارکونکي وايي چې طالبان دلته د کانونواو تاریخي اثارو د لوټ تالان يوه برخه دي او ډيری پيسې چې دوی يي باید طالبانو ته ورکړي حوالې او ورکړه يي په پيښور کې وي ان تر دې چې په پيښور کې په رڼا ورځ په اډو کې د طالبانو استازي ګرځي او د موټرچلونکو د نومونو پوښتنه کوي او خپلې پیسې غواړي.

د شوکاڼي یو تن کاروباري منان ( مستعار نوم) وايي:« په پيښور کې په اډه کې ولاړ وو يو ډنګر سړی راغی ويل يي زه د طالبانو مالي مسول یم تاسو باید درې لکه کلدارې راکړئ ما بابیزه وبلله مال نه يي درکوم چې کله بیرته افغانستان ته را وګرځيدم کان ته پرلاره مې موټر وګرځول شو، نامعلوم ځای ته بوتلل شوم او هلته راته وویل چې تاسو ولې په پيښور کې زموږ استازي ته پيسې نه ورکړې خو چې دلته بندي شوم کيسه برعکس شوه او  د  درې لکو پر ځای يي رانه شپږ لکه کلدارې واخيستې او بیايي خوشې کړم.»

د طالبانو بله ستره عايداتي منبع د خلکو تښتونه ده، د يوې خصوصي کمپنۍ کارکونکی ميوند( مستعار نوم) چې درې مياشتې مخکې د طالبانو له لوري تښتول شوی وو خپله کیسه کوي:« زه کور ته پر لاره ووم يو ځلې مې د موټر مخې ته وسله وال خلک را و وتل لاس او پښې يي را وتړلې او نامعلوم لوري ته يي بوتلم، هلته چې ولاړم ددې لپاره چې ما وارخطا کړي طالبان درې ډلې شول يوې به ویل وژنو يي، بلې به ویل نه محکمه کوو او بلې به ویل چې تاسو صبر وکړئ بايدڅيړنې ترې وشي خو کله چې دریمه ډله راغله ماته يي په ځغرده وویل چې که لس لکه افغانۍ راکوې زه له قومندان سره خبرې کوم او تا به خوشې کړم.»

نوموړی زياتوي:« د ډار او وهم له امله مې کور او موټر خرڅ کړل لس لکه افغانۍ مې دوی ته ورکړې خو چې کله خوشې کيدم په تښتونکو کې مې ډير خلک وپيژندل چې زما نيږدې کلیوال دي چې په ډاګیز ډول طالبان نه  دي ولې کله چې د ګټې وټې خبره راځي له طالبانو سره اړيکې لري او زه همدې خلکو چې مخونه يي پټ وو په توره شپه په يوه دښته کې خپلې کورنۍ ته وسپارلم او پيسې يي واخیستې.»

د نوموړي په خبره دی يوازنی کس نه دی بلکه دده په څير لس داسې کسان دی پيژني چې طالبانو له ثبوت پرته تښتولي او د پیسو په بدل کې يې خوشې کړيدي.

تر دې ډيره دردونکې بیا د یو بل کس کيسه ده نوموړی د يوې داسې کورنۍ غړی دی چې ورور يي ورته طالبانو له حکومت سره د همکارۍ په تور وژلی دی.

هغه وايي:« موږ له يو چا سره شخصي دښمني لرله خو مقابل لوری مو ډير زورور نه وو باالاخره یاد کس يو طالب قومندان ته شل لکه کلدارې منلې وې چې زموږ يو ورور باید و وژني خو موږاول نه وو خبر ځکه طالبانو زموږ ورور له دولت سره د همکارۍ په پلمه بیولی وو.»

هغه زیاتوي:« موږ نه يوازې په دولت کې نه وو بلکه پر خپل ورور بيخي باوري وو چې کله خبره ياده شوه سپين ږیري لاړل راغلل نو ددې لپاره چې د سيمې طالب قومندان زموږ ورور دولتي ثابت کړي په پاکستان کې يې زموږ د  ورور په نوم جعلي دولتی کارت جوړ کړی وو او دا يي سپين ږیرو ته ښودلی وو.»

نوموړی زياتوي:« مخکې تر دې چې دوی زما ورور د دولتي کس په تور و وژني د همدې طالب قومندان يو بل کس راته راغی او ماته يي وویل چې که ۴۰ لکه کلدارې راکوې ورور دې زه په ضمه وارۍ درته خوشې کوم خو که پيسې رانکړې ورور دې د پلاني د شل لکو کلدارو په بدل کې درې ورځې وروسته په علني ډول په دې نوم چې د دولت همکار وو طالبان وژني.»

هغه وايي ډيره هڅه مې وکړه چې پيسې پيدا کړم خو په غریب وطن کې د ۴۰ لکو کلدارو پيدا کيدل سخت وو او باالاخره مودرې ورځې وروسته د ورور مړی پيدا کړ خو اوس مو چې خپل دښمن راته معلوم دی زموږ مقابل لوري يو کس ته کټ مټ هغه کيسه کړې کومه چې ماته طالب وسله وال وکړه او د څلور میلیونه کلدارو غوښتنه يي کوله.

د دوی په خبره چې طالبان په لرو پرتو خصوصا ناامنه سیمو کې د هرچا لپاره د اجرتي قاتلانو، اجرتي سړي تښتونکو، اجرتي ګواښونکو او اجرتي لوټمارانو رول ادا کوي ځکه ډيرو چې د طالب په نوم يي وسله اخيستې د هغوی درک او تفکيک ډير کمزوری دی.

په لرو پرتو سیمو کې ډير خلک دا هم وايي چې د طالبانو لپاره په کلیوالو سیمو کې وسله ژوند ده او دوی د وسلې پر مټ ځان ته ډوډۍ، معاش، موټر ته تیل او بچو ته روزي پيدا کوي.

ياده دې وي چې د هندوکش خبري سرچينې په دې څيړنه کې پنځوس تنه چې ديرش يي د شوراوو غړي، پنځه يي قومي مخور، پنځه تنه هم عيني شاهدان، لس يي متضررين دي غږول شوي دي.

هندوکش ـ خبرخونه

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply