له حکومت سره د نړیوالو تعهدات پر ځای دي / نوید احمد څرک

comments 0

هغه ژمنې چې نړیوالو له افغانانو او په ځانګړي ډول له افغان ځواکونو سره کړي دي، که بهرني ځواکونه ووځي، یا و نه وځي، ژمنې پر ځای دي او له افغانستان سره به د بهرنیانو مرستې دوام پیدا کړي.
اندیښنې شته چې ګنې د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره به د بهرنیانو پام له افغانستان واوړي، خو داسې نه ده، د بهرنیانو ژمنې له افغانانو سره دوام پيدا کوي او تر څو چې افغانستان په پښو دریږي د نړیوالو مرستندویانو همکاري به دوام ولري.
افغان ځواکونه او افغانانو ترهګرۍ ضد مبارزه کې قرباني ورکوي او لا هم له هغو ترهګرو سره مبارزه کې قرباني ورکوي، هغه ترهګر چې نړیوال امنیت ته ګواښ دي.
نړیوالو اوس منلې چې افغانستان کې ترهګري یواځې افغانستان ته ګواښ نه دی، بلکې د نړۍ امنیت ته ګواښ دی او که ورسره ګډه مبارزه و نه شي، ګواښ به لا زیات شي.
د همدې موضوع په تړاو ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې په المان کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسي جرګې رئیسې مېرمن نانسي پلوسي او د دغه مجلس له یو شمېر غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې د امنیتي مسایلو، سولې پروسې او په دې اړه د جمهوررئیس د لیدلوري، تروریستي ډلو سره د افغانستان د مبارزې او نشه یي توکو په اړه خبرې وشوې او تروریزم د سیمې او افغانستان د متحدینو لپاره د ګډ دښمن په توګه یاد شو.
جمهوررئیس غني د پایداره او ټول شموله سولې او د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنو د خونديتوب لپاره د افغان حکومت لیدلوری او تعهد تشریح کړ.
جمهوررئیس د حکومت د اقتصادي برنامو او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمولو او له هغې وروسته په سیمه او افغانستان کې د وضعیت د تغییر د څرنګوالي په اړه ځواب ووایه .
ولسمشر ویلي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ۹۴ سلنه عملیات ترسره کوي او زموږ ځواکونه دا وړتیا لري چې د خپل وطن او خلکو دفاع وکړي.
جمهوررئیس غني د سولې پروسې په اړه وویل، فرصتونه او ګواښونه باید په دقیقه توګه وارزول شي او افغان حکومت دغه اراده، تدبیر او وړتیا لري چې پایداره سولې ته د رسېدو په خاطر فرصتونه په درست ډول تحلیل کړي.
په دغه کتنه کې د افغانستان او امریکا دمنافعو پر پیاوړتیا هم خبرې وشوې او جمهوررئیس غني وویل، موږ تر اوسه هم له منځ مهاله او اوږد مهاله ګډو ګواښونو سره مخ یوو او باید له دغو ګواښونو سره په مشترکه توګه مبارزه وشي.
جمهوررئیس غني او د امریکا د کانګرس پلاوي د نشه یي توکو د قاچاق په اړه هم خبرې وکړې. په دې اړه د هیواد جمهوررئیس وویل، طالبان تر اوسه هم د نشه یي توکو په قاچاق کې دخیل دي.
هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ تر اوسه هم تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان له لوري د پام وړ او عملي اقداماتو شاهد نه یوو او د طالبانو پټنځایونه لا هم یوه معضله ده چې باید ورته پاملرنه وشي.

Comments