له جګړو بې ځایه شویو سره مرسته وشوه

comments 0

هندوکش – ننگرهار: ننګرهار کې په هغو بې ځایه شویو لومړنۍ مرستې وویشل شوې چې د طالبانو او داعش له ویرې یې سیمې پریښې دي.
د ننګرهار د کډوالو ریاست په ۲۳۸ بې ځایه شویو کورنیو مرستې وویشلې چې په کې سل کيلو اوړه، اووه ليتره غوړي، اووه کيلو دال او يو پاکټ مالګه شامل ده.
اړمنې کورنۍ له غني خيلو او اچین ولسوالیو د جګړو له کبله بې ځایه شوي دي.
مرستې ډبلیو ایف پي موسسې له کډوالو ریاست سره کړې وې چې اړمنو ته ورسیدې.
ننګرهار یو له هغه ولایتونو دی چې د طالبانو او داعش له جګړو بې ځآیه شوي پکې زیات دي.
فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply