له تېر میلادي کال تر اوسه ۲۳۴۷ دولت ضد وسله وال افغان حکومت ته تسلیم شوي

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې دې تېر میلادي کال تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳۴۷ د دولت ضد وسله وال افغان حکومت ته تسلیم شوي دي.
ننګرهار رسنیو له دفتره په خپره شوي اعلامیه کې راغلي، په تسلیم شویو کسانو کې ۱۲۸۰ ښځې او ماشومان شامل دي.
سرچېنې په خبره، یادو کسانو کې ۱۹۸ وسله وال طالبان،۱۱۱۱ داعش جنګیالي،۹۹ انسان تښتوونکي، او۹۷ نور چې په بېلا بېلو جرمونو تورن وو نیول شوي دي.
ننګرهار رسنیو دفتر خپره شوي اعلامیه کې همدا راغلي، ۴۲۰ داعش جنګیالي وسله وال له خپلو ۱۲۸۰ ښځو او ماشومانو سره یو ځاي افغان حکومت ته تسلیم شوي دي.
اعلامیه زیاته وي، چې سولي اور کم له لومړۍ ورځې تر اوسه ۹۵ وسله وال طالبان له د سولي بهير سره یو ځاي او له مخالفت څخه یې لاس اخیستی دی.
فرهاد شهراني

Comments