له تروریزم سره پر مبارزې د ولسمشر غني انتقاد

comments 0

هندوکش ــ ترکیه: افغان ولسمشر اشرف غني د اسیا زړه- کنفرانس کې له تروریزم سره پر روانې مبارزې نیوکه وکړه.
د اسیا زړه – استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو چارواکو اتمه غونډه پرون افغان ولسمشر اشرف غني او د ترکي جمهور رییس رجب طیب اردوغان پرانیسته.
د افغانستان جمهور رییس د غونډې لومړی وینا وال و.
د هغه وینا په څو مهمو مسایلو له هغې ډلې له ترویزم سره پر مبارزې، افغان سولې ته د رسېدو په لارو چارو، له مخدره موادو او جرمي شبکو سره پر مبارزې او د افغانستان د حکومت په لاسته راوړنو متمرکزه وه.
افغان ولسمشر اشرف غني انتقاد وکړ چې: “له تروریزم سره مبارزه پڅه روانه ده او په کار ده چې د دې پدیدې پر وړاندې مبارزه چټکه شي.”
د هغه په خبره افغانستان باید د تقابل د میدان پر ځای د همکارۍ او وصل په ډګر بدل شي.
د افغان سولې په برخه کې هغه د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا شویو هڅو او راتلونکو پلانونو باندې خبرې وکړې.
ولسمشر وویل چې ده طالبانو ته له قید او شرط پرته د خبرو وړاندیز کړی و او لازمه ده چې طالبان له دوی سره چې اصلي لوری دی خبرې وکړي او سیاسي جوړجاړي ته ورسیږي.
د استانبول پروسه په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان د سولې او ثبات او ټولنیزې – اقتصادي سوکالۍ په هدف د همکاریو په خاطر جوړه شوې.
وحید امان

Comments