له ترهګرۍ سره مبارزه د ریاض د ناستې اساسي اجنډا

comments 0

0 Views

هندوکش- ریاض:د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د پنځوس اسلامي هیوادونو مشران سره را ټول شوي دي څو له ترهګرۍ سره پر مبارزه او په اسلامي نړۍ کې په روانو ستونزو خبرې وکړي.
کومه غونډه چې د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې دایره شوې ده، نن د اسلامي هیوادونو پنځوس مشران د افغانستان او پاکستان پر امنیتې حالت او له سخت دریځو ډلو سره د مبارزې په اړه خبرې کوي.
د راپورونو پر بڼست د افغانستان ولسمشر او ډونالډ ټرمپ به دغه کنفرانس کې د پنځوسو هیوادونو مشرانو ته د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په هکله خبرې کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي چې، په دغه کنفرانس کې ولسمشر محمد اشرف غني به د ترهګرو مرکزونه، پتن ځایونه او د هغوې تمویل کوونکي اسلامي نړۍ ته په ډاګه کړي.
لويديځو رسنیو هم ويلي دي چې ټرامپ به هم په دې ناسته کې تر ډيره له ترهګرۍ سره پر روانه مبارزه خبرې وکړي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply