له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د پاکستان پلمې / سید عبدالله پاچا

comments 0

د دوشنبې په ورځ اسلام اباد کې د کډوالو نړیوال کنفرانس و چې په کې د ملګرو ملتونو استازو او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش هم ګډون کړی و، د دې سربیره زلمی خلیلزاد هم دې کنفرانس ته ورغلی و.
کنفرانس څخه هدف دا و چې څنګه کیدلی شي خیبر پښتونخوا او پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند ښه شي او کډوالو د سیاسي فشار په توګه و نه کارول شي او یا ترهګرۍ ته و نه هڅول شي، یا د ترهګرۍ په تور زندان ته لاړ نه شي.
دې کنفرانس څو مهم ټکي درلودل،
لومړی دا چې پاکستان یو ډول احسان کو پر نړیوالو چې ۴۰ کاله یې د افغانانو کوربتوب کړی دی او باید افغان حکومت او افغانان د دوی احسان ومني.
خو پاکستان په دې سترګې پټوي چې له دې درکه امتیاز اخلي او تر څنګ یې اوس زیات شمېر هغه افغانان پاکستان کې پاتې دي چې پانګونې لري او د پاکستان په ګټه دي.
د نړۍ هر هېواد کې د یو او بل هېواد کډوال شته دی، کاروبارونه لري، پانګونې لري، ان زیاتو هېوادونو د نورو هېوادونو خلکو ته په دې خاطر تابعیت ورکړی چې د دوی هېواد ترک نه کړي او پانګونه و نه باسي.
نو پاکستان دې دا احسان په کډوالو او افغان حکومت یا نړیوالو باندې نه کوي، ځکه پاکستان هیڅ ډول اسانتیاوې د کډوالو لپاره نه دي رامنځ ته کړي، بلکې برعکس په ډول ډول یې ځورولي او مجبور کړي چې یا د پاکستان حکومت ته باج ورکړي او یا هغه هېواد کې ټوله پانګونه په نیمایي پریږدي او خپل وطن ته ستون شي.
د دې کنفرانس بله برخه دا وه چې پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه دي او پاکستان باید له افغانستان سره د اړیکو پراخولو او پاللو لپاره دا ځالي له منځه یوسي.
خو دې پوښتنې یا غوښتنې ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځواب عجیب او د قناعت وړ نه و، عمران خان وویل چې دلته دوه اعشاریه اوه میلیونه افغانان اوسیږي او دوی نه شي کولی چې ټول کمپونه ولټوي چې څوک ترهګر دی او یا له ترهګرو سره مرسته کوي.
پاکستان په دې ځواب سره ځان یو ډول خلاصو چې ګنې که پاکستان کې ترهګر دي، همدا کډوال دي یا د کډوالو په کمپونو کې دي، خو نا؛ داسې نه ده، کډوال د پوځ او ای ایس ای په کمپونو کې دي.
ترهګرو پټنځایونه چې پخوا وزیرستان کې ښکاره و، پوځ به یې امنیت نیولی و او هغه سیمو ته به یې عادي کسان نه ورپريښودل، دا کمپونه اوس کراچۍ، کویټه او پنجاب کې شته دی او په ښکاره روزل کیږي او امکانات ورته برابریږي.
پاکستاني مخکیني او اوسنیو چارواکو په دې اعتراف کړی چې طالبان یې تر اغیز لاندې دي او امکانات ورکوي چې افغانستان کې یې ګټې خوندي شي خو بیا هم په سپين سترګۍ ځان له دې موضوع مبرا یادوي.
د افغان حکومت دا انديښنه پر ځای ده چې که پاکستان کې د ترهګرو ښکاره مرکزونه و نه تړل شي، د سولې په خبرو جګړه نه ختمیږي، پاکستان چمتو دی چې یوه بله ډله تر یو بل بیرغ لاندې راپورته او د افغانستان جګړې ته دوام ورکړي.

Comments