له تاسوسره مینه / محمد اسلم تلاش

comments 0

جان محمد اکا خورآ دډیر عمر سړی وه هغه د‏ځوانی له موسم څخه تر دی دمه پوری دبزګرپه حیثیت خپل ځان
خلګوته ورپیژندلی وه دبزګری ترڅنګ هغه ته خدآی ج دخیاطی اوماشین جوړه ولوکمال هم خدای ج ورپه برخه
کړی وه کله چی به جان محمداکا له خپلوبزګری کارونو څخه خلاص شوه موبیابه یی دخپلوبچیانودحلالی نفقی په
خاطرماشینونه جوړه ول او یابه یی هم خیاطی کوله جان محمد اکاخپله ځمکه اوپټی نه درلودل همیشه به یی دبل مزدوری کوله جان محمداکا به چی هرڅومره ستړی هم شوه بیابه یی ویل ښه ده خدای زامن راکړی دی یو نه دوه نه خدای شپږزامن راکړی دی هغه به لوی شی او مابه لدی درنوکارونوڅخه وژغوری له ځان سره به یی وویل ځه څه پری کوی څه چی دخدای خوښه وی هغه به کیژی یوه ورځ چی جان محمداکاپه خپلو پټیوکی ناست وو زه هم ورغلم له سلام اوروغبړوروسته موډیر خبری سره وکړی خوخبره په علم اوپوهه کی راغله هغه ما ته وویل بچیه ته له الله ج څخه په هرحال شکر وباسه ځکه الله تا ته داسی علم درکړی چی نه یی څوک درنه پټولی شی اونه یی څوک درنه په زوراخیستلی شیی اونه ته ورباندی ستړیږی موږته خووه ګوره چی دبل مزدوری کوه هغه هم کله خپه کله خوشحاله وی پدی خبره یی زړه راډک شوه اوپه توروبادامی سترګوکی یی اوښکی پیداشوی اوبیرته ماته چی یی پام شوه نو لیږغوندی مسکی شو اوویی ویل ښه ځه خیرده زامن خوبه می داسی نه وی داخبرمولانه وه ختمه کړی چی یو هلک راغی او ویی ویل جان محمداکا په کور کی دی غواړی دو وویل خیرخوبه وی هوستا
دریم زوی سید بیماره شویده سید پدی وخت کی ایله بیله دڅلورو کلونووه هغه هم وویل درغلمه دی هم دکورپه طرف روان شو کله چی یی په کور کی بیلچه یا کره کیښودله چی ګوری په سید بانددکورنۍ ډیر غړی اوخپل خپلوا ن ګردچاپیره راټول ول چاویل اوبه ورکړی چاویل موټر راولی چابه ویل نه ملاصاحب راولی چی چوف
پری وکړی اودم یی کړی ګوندی خدای به یی جوړکړی خوپه پای کی فیصله وشوه چی ملاصاحب راولی خو
ملاصاحب هم راغی په سیدیی دم کړل اوچوف یی پری وکړل او ویی ویل خدای به یی جوړکړی تاسومه وارخطاکیږی میرګیانو نیولی میرګیانو، ملاصاحب هم اوبه دم کړی اوروان شوپدی وخت کی سیدهم لیږغوندی
په هوش راغی اوراوپاڅیده کینوست جان محمداکا په ژړغونی اوازوویل ښه ده چی خدای ښه کړی زه هم لاستړی ستومانه وم چی په بله ستومانی واوښتم هله ژرکړی لیږچای راوړی چی وه یی څښم بیابه کارته ځم
داحمدپوښتنه یی هم کوله چی احمدله ښوونځی څخه راغلی ده اوکه نه هغه وه چی احمددکوټی په وره راننوت
او ویی ویل پلارجانه څه شویدی سیدچیرته ده هغه وویل هیڅ هم ندی شوی سید هسی لیږبیماره ده هغه ده ورشه
ورسره لوبی وه کړه چی زړه یی خوشحاله شی احمد هم ورغی او ویی ویل سیده څنګه څه دربانی شویدی
هغه هم خپلی توری سترګی ورواړولی او ویی ویل ته هم راغلی یی خوله څوخبرو وروسته دواړه په خپلولوبو
بوخت شول پدی وخت کی دجان محمد اکا سترګی لیږسره وره غلی وی چی بیرته دماشومانوپه شوراوجنجال
را بیدار شو ګوری چی سیدله احمدڅخه قلم غواړی ده هم خپل کونډی کپرصورت سره راټول کړل او کیناستل
ویی ویل څه خبرده هغه ولی ناری وهی احمدوویل زما قلم نه راکوی جان محمداکاوخندل اوویی ویل خیرده زه
به ستا لپاره ډیرقلمونه راوړم هغه هم ستا کوچنی ورورده له قلم سره مینه لری هغه به هم ستا په شان ښوونځی
وایی خولنډه داچی سږکال تیرشودنوی کال په لمړیومیاشتو کی له احمدسره سیدهم په ښوونځی کی داخیل شوه
خودهرکال په خلاصیدوبه جان محمد اکا دخپلوزامنو دکیامیابی په هیله وه خوهغی به هم کال په کال له یوه
ټولګی څخه بل ټولګی ته تلل اوجان محمداکا به خدایسته ډیرخوشحاله کیدل کله چی احمدنهم ټولګی ته ورسیدل
نوسید هم په څلورم ټولګی کی ده اول نمره صفت ځان ته غوره کړی وه څلورم ټولګی لاپای ته نه وه رسولی
چی سیدیوځل بیا په هغه ناروغی اخته شوپه کومه چی مخکی اخته شوی وه پدی وخت جان محمد اکا لیږغوندی
ژوبل شوی وه ځکه چی عمر ورباندی تیرشوی وه هغه چی کله دخپل زوی سید بیمارولیده نوزړه یی ډیربدشو
اوپه ژړغونی اوازیی وویل.قسمته څه درسره وکړم.زه دی په سمه خیژوم ته ځی په غرونه.له دی ناروغی سره
له سید څخه خپل درسونه نیمګړی پاتی شول او ویی نه شوای کولای چی دخپل بو‌ډاپلارجان محمداکاهمدغه ارمان پوره کړی چی ویل به یی خیرده رامن خوبه می درس ووایی سیدپدی وخت کی په خلکوباندی دناز
ګبړی شروع کړی له خپل ځان څخه یی سم مست لیونی جوړکړی وه هرچا ته به یی په نیغه جواب ورکول
اوپه کورکی به یی چی دڅه شی غوښتنه وکړه هغه به یی ورکول هغه که به خواړه وه اوکه به دلوبوشیان وه
خوهتا په پای کی به نوروهلکانوورباندی ده لیونی ګومان کول اوډیروماشومانوبه وویل چی لیونی ده لیونی
نوډیروخت به ماشومانوددودخوشحالۍ په خاطرله دوسره لوبی کولی دلوبوترڅنګ هغه له چرګانومرغانواوداسی
نوروشیانوسره هم مینه درلودله ورو ورویی ددونیا په لور پام شواوهغه چیرګان چی ساتل به یی هغه یی هم
خرڅول اوپلورل اودهغۍ هګۍ به یی زیات وخت خرڅولی اویا به یی خپله نوشی جان کړی جان محمد اکا یو
بی وزله غریب سړی وه هغه به چی څومره پیسی ګټلی هغه به یی خپل کورته دضرورت وړتوکی راوړل
خودسیدبیمارۍ هرڅه ورنه هیرکړل ځکه هغه به یی کابل غزنی اونورو ولایتونوته د ډاکټرانولپاره وړل اوپه هغه به یی درملنه کوله ترڅوپوری خدای ج راته سید روغ جوړکړی خوله ډیروپیسولګولوهم سیدبیچاره ناروغه وه ځکه خدای ج ورته دښه صحت وړتیا نه ورپه برخه کوله خوجان محمداکاټوله دارایی اوشتمنی مصرف کړه
اواخیردپولۍ ټک ته کینوست اوخدای ته یی صبروکړل اوهمداماشوم بیادښکیدلوپه لورشواویواندازه ښه شواحمد
هم پدی وخت کی لیږلوی شوی وه هغه هم دخپل ورورسیدبیمارۍ اودخپل بوډا پلارناوسۍ ډیرځورول خوده دریم
ځل لپاره سیدبیاډیرسخت ناروغه شوځکه دابه دهغه ورستۍ ناروغۍ وه دهغه ناروغۍ داځل دشپی پیل شوه کله چی سیدپاسیدل اودماخوستن دلمانځه نیت یی تړل پدی وخت کی سیدوتمبیدل اوپه ځمکه وغورځیده خدای خبرچی
جان محمداکا او دهغه ټولی کورنۍ ټوله شپه له هغه سره په ویښوسترګوتیره کړه سهارمهال شواوهلک راغی وه
یی ویل سیدډیرناروغه ده هله ژرشه زه هم لاړم اودسید سرته کیناستم خودی ډیرناراحته وه پدی وخت کی می له
سیدسترګی پورته کړی اوولاړشوم خوخپل مشرتره یی هم راغی اوسرته یی کیناستل هغه خپل پاک یاسن شرشف
له جیبه ویستل اوپه لوستلویی پیل وکړل اوځینی نورسورتونه یی هم ویل اوپه هغه یی چوف کول خوکله چی مو
هغه ته پام شوحالت یی ډیر خراب وه نوموټرموراوست اودغزنی په لورمود درملنی لپاره یووړل ترڅوهلته دسید
ښه درملنه وشی کله چی هغه غزنی ته ورسیداوډکټرصاحب وکتل نورنګ یی تورشواوشونډی وچی شوی ځکه هغه پوهیدل چی نورد درملواویادانجیکشن ده لګولووړنه وه وسریی پورته کړل او ویی ویل زیارتونوته یی بوځی
خدای به یی ښه کړی دوۍ هم دزیارتونوپه لورحرکت وکړل اودزیارتونوله چکرڅخه وروسته هغه بیرته په یوه کورکی تم شول ده سیدمشرترویوځل بیا ښارته روان شوترڅوبل ډکتروګوری ترڅودسید ښه درملنه وکړی هغه
بیچارچی لاښارته نورسیدلی چی موبیل یی دغم سرڼۍ شروع کړی خپل موبیل یی اوچت کړل او غږیی کړل هلو
هلوڅوک یی ولی غږنه کوی هلوخبری وکړه جان محمداکا له ساړه هسویلی ورسته وویل زه یم راځه وروره هغه
نورژوندته دپای ټکی کی کیښودهغه هم له ځانه سره وویل قالوانا الله…جان محمداکاچی خپله یی سرته ناست وه
اودهغه په غیږکی یی عزراﺉیلی ملکی روح قبض کړه اودجان محمداکا یوارمان یی له خاوروسره خمیری کړل
هغه ویل خیرده دخدای رضاوه هغه چی څنګه کول دهغه بنده وه اوهغه راکړی وه اواهغه راڅخه واخیستل ټولو
خلګوجان محمداکا ته نوره ډاډګیرنه هم روکوله خودوبه ویل چی خدای نورزامن راکړی دی هغه خولرم له څو ورځو وروسته دسید د دوعا مراسیم هم ختم شول جان محمد اکا نور ډیرځوریدلی او کړیدلی وه اوبی وسۍ ډیر
زور ورباندی لګولی وه همدا احمدوه چی خپل زړه یی ورباندتسل کړی وه هغه هم خپل لسم ټولګی لا پای ته لانه
وه رسولی چی خپل ځان یی دبل مزدورﺉ ته وقف کړل او ورو ورویی په کار پیل وکړل ځکه دهغه پلارنور بوډاشوی وه اودکارکولوتوان یی نه درلودل نوځکه احمدښوونځی ده کورچلولولپارپریښودل ځکه چی کوریی
هم خوراک اوپوښاک ته ضرورت درلودل پدی وخت کی جان محمداکا یوځل بیا ما ته وویل بچیه زه خدای وساتلم زمازامن اونورخلګ به هم وساتی خودا ارمان می هم لاهوکړل سیدله خپله ځانه سره دښوونځی دویلو
ارمان یووړل زه دسید او احمدارمانونوپه زړه زخمی کړم خدای به په هغه دونیا ده دی تکلیفونوعوضونه.

Comments