له بلوڅانو د حمدالله محب غوښتنه؛ ځوانانو مو د امنیتي ځواکونو لیکو کې شامل کړی

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب د افغان بلوڅانو له عمومي شورا غوښتنه وکړه چې خپل ځوانان په امنيتي ځواکونو کې شامل کړي.
ښاغلي محب پرون په کابل کې د دې شورا له استازو سره په کتنه کې دا موضوع مطرح کړه.
د ملي امنيت شورا وياند جاوېد فيصل وويل: “د ملي امنيت سلاکار د بلوڅو سرتاسري شورا سره په غونډه کې وويل، د خاورې د دفاع لپاره لکه څنګه چې دغه قوم پخوا برخه اخيستې ده، اوس دې هم له دغه ادرس څخه ډېر ځوانان وهڅوي چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو کې خلکو ته خدمت وکړي.”
د ښاغلي فيصل په خبره په دې کتنه کې د بلوڅانو استازو غوښتنه وکړه چې د دوى له بې‌ځايه شويو کورنيو سره دې مرستې وشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments