له ای اېس ای سره د طالب مشرانو یارانه؛ د پاکستان د ګټو خوندي کولو لپاره، پر خپلو جنګیالیو هم سودا ته چمتو دي ــ تحلیلي راپور

comments 0

هندوکش ــ پاکستان: د وسله والو طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر تر شاه پاتې کسان پدې وروستیو کې له پاکستان سره ځینې مخالفتونه لري؛ خو د دې ټولو مخالفتونو سره ــ سره هم پاکستان په خپله ملګرتیا خوشال ساتي.
لا هم ډېری ‌طالب مشران هڅه کوي‌ چې د پاکستان ګټې خوندي او د طالب تحریک لویه برخه د پاکستان په ګټه وچلوي.
د کوټې شورا یوه مهم غړي چې د نوم له خپرولو یې معزورت وغوښت هندوکش ته وویل چې ځیني‌ طالب مشران چې پاکستان زندانانو ته اچولي و او سختې شکنجې یې ور کړي وې؛ تر اوسه هم د پاکستان ګټې خوندي کوي.
سرچینه وايي‌ چې ډېری طالب مشران چې په سر کې یې د قطر د دفتر مشر ملا برادر او په پاکستان کې د جلب او جدب د کمېسیون مشر امیر خان متقي دی د جایدادونو او کاروبار د ساتلو په موخه د پاکستان د ګټو ملاتړ او ننګه کوي.
د کوټې شورا دا غړی وايي چې په قطر کې ډېره برخه د پاکستان خواخوږي مشران را غونډ شوي‌ دي چې پخپله شیخ عبدالحکیم، ‌شهاب الدین غوري، انس حقاني، ملا محمد نبي عمري، ملا فضل اخوند او ځیني‌ نور یې پاکستان ته ډېر نېژدې دي.
د پاکستان پلوو ډله په مالي لحاظ هم تر دې نورو طالب مشرانو تکړه بلل کېږي او تر ډېره بریده یې په طالبانو کې د ننه شهرت هم موندلی دی؛‌ مولوي ترابي چې د ملا برادر اخوند له اولادونو سره په کراچۍ ‌کې شریک د ځمکو او کورونو کاروبار کوي د طالبانو د پیسو د ساتونکو له جملې نه لمړی کس بلل کېږي.
همدا راز عبدالطیف منصور او ځیني نور کسان هم زیات پاکستاني چارواکو ته نېژدې بلل کېږي، له همدې امله، طالبان د جګړې او سولې په تصمیمونه کې هېڅ استقلالیت نلري او دا تصمیمونه د پاکستان استخباراتي اداره ای اېس ای نیسي.
اوس چې د طالبانو او د امریکا ترمنځ نیمه رغېدلې اړیکي‌په زوال ښکاري؛ داسي برېښي چې ښايي د قطري چارواکو او ملا برادر ترمنځ هم د اړیکو مزي‌وشلیږي؛ خو بل پلو شاید قطر او نړۍ واله ټولنه هغه طالب مشران را وړاندي ‌کړي‌ چې په افغانستان کې د سولې ‌اراده لري او غواړي ‌چې د نړۍ والو نورمونو سره سم وچلیږي.
په داسي ‌یوه حالت کې به پاکستان دا هڅه وکړي چې د نړۍ والې ټولنې لپاره د پاکستان ضد ډله هم په خپله په خود ساخته ډول رامنځ ته کړي؛ او د پاکستان ضد ډلي مشري ‌هم پاکستان پخپله واخلي؛ خو پاکستان ضد طالب مشرانو ته په کار دي ‌چې تر بل هر وخت ویښ وه اوسي.‌ پاکستان ضد طالب مشران که احتیاط ونه کړي ښايي له مرګونو او ترورونو هم بچ پاتې نشي.
فروزان سیرت

Comments