له ایران څخه د ځینو توکو په راواردولو بندیز ولګید

comments 0

هندوکش – کابل: د ایراني رسنیو راپور له مخې، افغان حکومت له ایران څخه د غوړیو، سیمنټو او ځينو نورو شیانو پر راواردولو بندیز لګولی دی.
د ایران د سوداګریو خونې یو غړي، علي شریعتي ویلي، افغان حکومت دغه بندیز د امریکا له بندیزونو سره د همکارۍ لپاره لګولی دی.
شریعتي ویلي، د افغان حکومت له ټولو سوداګرو یې غوښتي چې له ایرانیانو سره دې حساب تصفیه کړي او مخکې اخیستل شوي توکي دې ژر افغانستان ته انتقال کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments