له ایرانه د راستنیدونکو افغانانو شمېر کې پام وړ زیاتوالی راغلی

comments 0

هندوکش ــ کابل: د کډوالو نړیوال سازمان وايي، تېره یوه اوونۍ کې له ایرانه د راستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
په کابل کې د دغه سازمان دفتر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مارچ له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې نږدې ۲۰ زره بې‌اسناده کډوال د هرات او نیمروز له لارو افغانستان خاورې ته را اوښتي.
خبرپاڼه وایي، له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو شمېر داسې مهال زیات شوی چې ایران کې د کرونا وایروس ګواښ مخ په زیاتېدو دی.
د کډوالو نړیوال سازمان ویلي، د نوي ۲۰۲۰ کال له پیله تر اوسه څه باندې ۸۳ زره کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي چې دا شمېر په تېرو څو کلونو کې ساری نه‌لري.
له دې وړاندې افغان چارواکو هم له ایرانه د ګڼ شمېر کډوالو په را ایستو اندېښنه ښودلې وه.
عبید رادپور

Comments