له ایتلافونو اوس ویره نشته !؟

comments 0

له هغې ورځې چې د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت پيل شوی او ځینې ډلې او اشخاص یې حاشیې ته کړي، له همغې ورځې که ووایو لسګونه ایتلافونه جوړ شوي او یا یې د جوړیدو خبر ورکړل شوی، مبالغه به نه وي، ځکه په درې کلنه موده کې ټول هغه کسان حاشيې ته شول چې ځان ته به یې څه ویل او فکر به یې کاوه چې د نظام هره برخه د ده په امر چلیږي او چې دوی نه وي، حکومت به نه وي او یا به نظام سقوط کوي.
ولسمشر غني ځینې ډلې او اشخاص د دې لپاره حاشيې ته کړل چې دوی په تېرو کلونو کې د ولسونو وینې زبیښلې او بهر کې یې پرې سرمایه ګذاري کړې، دوی چې د فساد او استخباراتي پيسو له کبله په خیټه ماړه شوي، هر څه ورته د ځان ښکاري او ملت او ملي ګټو په کیسه کې نه دي.
په دې حکومت کې یوه ښه خبره دا وشوه چې خلکو په لویه کې د حکومت ملاتړ وکړ او هغه ډلې او اشخاص چې ولسمشر غني د ارګ له څنډو وشړل، ولسونه یې ارګ ته نږدې کړل او په دې باوري شول چې دا حکومت د لنډغرو مشرانو او لنډغرو سیاسیونو نه دی چې هر کله وغواړي حکومت به د خپلو شخصي ګټو لپاره ګواښي، همدا د ولسونو ملاتړ او ډاډ دی چې حکومت زړور دی او د هر هغه اجاغ څخه کرښه تاوه وي چې فکر کوي افغانستان په دې ودان دی او که دی نه وي، افغانستان به نه وي.
تاسو به لیدلي وي چې څومره لنډ مهالې ایتلافونه جوړ شول، غونډې جوړې شوې، خو لکه د اوبو د سر ځږ په مخ لاړې او هیڅ پایله یې ور نه کړه، ځکه ایتلافونه هغه وخت بریالي کیږي چې ولسونه پکې وي او د ملي ګټو مسیر تعقیب کړي، هغه ایتلافونه په تاریخ کې هیڅکله د بریالیتوب پړاو ته نه دي رسیدلي چې د شخصي ګټو لپاره جوړ شوي وي او ولسي ملاتړ نه لري.
اپوزسیون په ډیموکراتو ټولنو کې یو اصل دی چې د حکومت پروړاندې وي، خو په افغانستان کې تراوسه داسې اپوزسیون پیدا نه شو چې حکومت نقد کړي او په تګلارو یې داسې نیوکه وکړي چې ولسونه یې غواړي او حکومت سم مسیر ته برابر کړي، دلته اپوزسیونونه هم له حکومت سره د عقدې له مخې جوړ شول چې څو ورځې وروسته یې سقوط کړی او هغه هدف چې باید د ملي ګټو لپاره یې د ولسونو له ارادې سره تعقیب کړي، نه دي تعقیب کړي او بلاخره یې خوله بنده شوې.
اوس د ولسي جرګې ځینې غړي، لکه همایون، حاجې ظاهر، لالی او ایوبي راپاڅيدلي، حکومت ننګوي او فکر کوي چې کولای شي حکومت لپاره داسې ننګونې جوړې کړي چې پروړاندې به یې تسلیم شي او د دوی شخصي غوښتنې چې قاچاق، قراردادونه او نورې نامشروع ګټې دي، حکومت به یې ومني، خو نا داسې نه ده، که څه هم حکومت دغو کسانو پروړاندې غبرګون نه دی ښودلی، خو ولسونه پروړاندې راپورته شوي او داسې یې منفوره کړل چې تاریخ به یې تور وي.
د ملت اراده په اوس کې حکومت تمثیلوي او د ملت اراده همدا ده چې غله دې په حکومت کې نه وي، ولسونو په تېرو کلونو کې دا زده کړل چې څوک غل او څوک د ولس خدمتګار دی، خدمتګاري اوس په دې کې نه ده چې د حکومت هر کار نقد کړې او ځان سپین وښيي، خدمتګاري په دې کې ده چې د ملت له ارادې سره سم لاړ شي او له هغو لارو راوګرځې چې بهرني هېوادونه یې په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره پرې روان دي.
حکومت هر څه چې کوي د ولسونو په خوښه یې کوي او اشخاص چې د حکومت په تګلارو د شخصي ګټو لپاره نیوکې لري، نو دا ولسونو ته بابیزه ده او له حکومت مخکې هغه کسان غندي چې فکر کوي ولسونه یې ترشا ولاړ دي.
د ایتلافونو اصلي خبره او موضوع دا ده چې پر حکومت فشار راوړي چې په څارنوالۍ کې یې د قتل، اختطاف، جاسوسۍ او فساد دوسيې له منځه یوسي، خو حکومت هیڅکله دې معاملې ته زړه نه ښه کوي او نه یې ښه کړی دی، حکومت په ټینګه اراده کار کوي او هر ډول ایتلاف يې پروړاندې نه شي ټینګیدلی او مخ پروړاندې درومي، لامل یې دا دی چې ولسونه یې ترشا ولاړ دي او هر هغه کس غندي چې د حکومت د اوسنیو تګلارو پروړاندې خنډ جوړیږي.
د ولسونو اوسنی ارادې ته په کتو باور کیدای شي چې حکومت به دا بیړی له سمندر وباسي او افغانان به هغه ارمان ته رسیږي چې له کلونو یې لري او غواړي ورته ژر ورسیږي.
لیکوال : سید عبدالله پاچا

Comments

Leave a Reply