له ايران څخه افغانستان ته د کېمياوي موادو د قاچاقو مخه نیول شوې

comments 0

هندوکش ــ هرات: له ايران څخه افغانستان ته تر پنځو زرو کيلوګرامو ډېرو کېمياوي موادو د قاچاقو مخه ونيول شوه.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولیزاده وويل،۵۳۵۰کيلوګرامه کېمياوي مواد چې آيوډين نومېږي، د پټاټو يا کچالو په بوجیو کې پټ ایښودل شوي او په پام کې وه چې له ايران څخه افغانستان ته قاچاق او بیا د هیرويينو جوړولو لپاره هلمند ولایت ته قاچاق شي، د هرات په ګذره ولسوالۍ کې ونيول شول.
د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نيول شوی دی.
امیر حسین سلجوقي

Comments