له اوږده ځنډ وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

comments 0

هندوکش ــ کابل: نن د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.
د کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني وویل، محمد اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه رأیې او عبدالله عبدالله۳۹،۵۲ ترلاسه کړې دي.
هغې زیاته کړه: “مونږ په ډېرې امانت‌دارۍ خپله دنده ترسره کړې، تر یو میاشت وړاندې له انتخاباتو بودجه نه‌وه.”
په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند میرزامحمد حقپرست پر خپل فیسبوک پاڼه د لومړنیو پایلو نوملړ یا لیست خپور کړی دی.
د دې لیست پر اساس محمد اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه، عبدالله عبدالله ۳۹،۵۲ سلنه، ګلبدین حکمتیار ۳،۸۵ سلنه، رحمت‌الله نبیل ۱،۸۶ سلنه، فرامرز تمنا ۰،۹۹ سلنه، سید نورالله جلیلي ۰،۸۵ سلنه، عبداللطیف پدرام ۰،۶۹ سلنه ، عنایت‌الله حفیظ ۰،۶۲ سلنه، محمد حکیم تورسن ۰،۳۶ سلنه، احمد ولي مسعود ۰،۲۲ سلنه، محمد شهاب حکیمي ۰،۱۸ سلنه، غلام فاروق نجرابي ۰،۰۹ سلنه، محمد حنیف اتمر ۰،۰۹ سلنه او نور رحمان لېوال ۰،۰۵ سلنه رأیې ګټلي دي.
ټاکل شوې ده چې وروسنۍ یا نهايي پایلې وروسته له دې اعلان شي چې د شکایتونو کمېسیون شکایتونه وڅېړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments