له اورکم وروسته؛ طالبانو په ډېر شدت ملکي او نظامي اهداف په نښه کړي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک تر لاسلیک یوه ورځ وروسته یادې طالبان پر افغانانو د عملیاتو د پيل خبر ورکړ.
د سولې هوکړه‌لیک له لاسلیک نه د یوې اوونۍ په تېرېدو، طالبانو په کابل، هلمند، هرات، فراه، بادغیس، کندوز، کندهار، تخار، ننګرهار، پروان، نورستان، لغمان او غور ولایتونو کې ملکي او نظامي اهداف په نښه کړي دي.
د دغه ولایتونو سیمه ایز چارواکي وایې چې په یادو بریدونو کې ۷۰ کسانو وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات ټپیان دي، تر ټولو خونړۍ برید د عبدالعلي مزاري د مړینې د تلین پر مراسمو و چې ۳۲ کسان پکې ووژل شول
امنیتي چارواکي وایې چې دوی یواځې په دفاعي حالت کې دي او زیاتوي چې د طالبانو د بریدونو په پایله کې وسله‌وال طالبانو ته درانه تلفات اوښتي.
عامو افغانانو طالبان تورن کړي دي، چې خپلواک ندي او له امریکا سره تر روغې وروسته یې د پاکستان پر امر د دې لپاره په افغانانو بریدونه پیل کړل تر څو د سولې په پروسه امتیازات واخلي، دوی وایې په افغانستان کې د جګړې لپاره د طالبانو کاذبې پلمې هم ختمې او باید سوله وکړي.
عبید رادپور

Comments