له امریکا سره د همکاریو سند ارزیابي شو

comments 0

هندوکش – کابل: له ارګ څخه خپره شوې اعلامیه لیکي چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو تړون سند مثبت ارزیابي کړی او د پاتې کارونو په ژر ترسره کولو یې تینګار کړی.
تیره ورځ د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو تړون سند د اجرائي عالي کمېټې غونډه کړې او چارې یې مثبتې ارزول شوي دي.
اشرف غني د دغه سند د تطبیق په برخه کې پرمختګونه ستایلي او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان او امریکا تر منځ د همکاریو تړون سند دوه اړخیزې ژمنې لري.
د غني په خبره د دغه سند بشپړ تطبیق به په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدمتونو په رسولو کې مثبتې اغېزې ولري.
دغه راز اشرف غني په امنیتي او دفاعي برخه کې د دغه سند د ژمنو د تطبیق بهیر ستایلی او لارښوونه یې کړې، چې د هغه ژمنو چارې دې ګړندۍ او بشپړې شي چې زماني جدول یې کم پاتې دی او کارونه یې هم نیمګړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments