له افغان کمانډو وسله وال لړزیږي

comments 0

لیکوال: غازي ځدران
له تېرو دریو کلونو راهیسې چې محمد اشرف غني د ولسمشر شوی، له همغې ورځې یې د سر اعلی قومندان په حیث په کمانډو ځواکونو نظر دی او تر بل وخت پرې زیاته پانګونه کوي او په کمانډو ځواکونو باور لري چې د نظام بقا به وساتي.
د کمانډو ځواکونو د تجهیز، زورنې او امکاناتو برابرولو لپاره ولسمشر خپل ټول امکانات برابروي چې څنګه کیدای شي د کمانډو ځواکونو شمېر زیات کړي او تر پخوا یې داسې پياوړی کړي چې د سیمې په هيوادونو کې یې ساری نه وي.
دا مبالغه هم نه ده چې ووایو افغان کمانډو د سیمې هېوادونو سره سیال دي او په دې باندې امریکا او ناټو هم اعتراف کړی چې افغان کمانډو ځواکونه کولای شي، هر لوی ګواښ له منځه یوسي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کمانډو ځواکونو شمېر قول اردو ته پورته کوي چې د هېواد په هر ولایت کې لوی ډلې ولري او د ترهګرو پروړاندې ځانګړي بریالي عملیات وکړي، داسې عملیات چې خپل تلفات یې کم وي او لاسته راوړنې یې زیاتې وي.
ولسمشر ځکه په کمانډو ځواکونو زیاته پانګونه کوي چې په تېرو کلونو کې ټول عملیات یې بریالي و، تلفات یې کم ورکړي و او د طالبانو لوی مرکزونه او مشران یې یا وژلي او یې نیولي چې اوس په زندانونو کې پراته دي.
کمانډو ځواکونه تر نورو ځواکونو اوس پوره تجهیز دي او هر هغه امکانات ورته برابر دي چې د ځانګړو عملیاتو لپاره پکاريږي او هغه څه چې د هوایي ځواک په برخه کې کمبود لري، ولسمشر کار کوي چې ورته برابر یې کړي.
کمانډو ځواکونو له نورو ځواکونو سره په دومره توپير چې له سیاست لیرې ساتل شوي او د خدای هېواد دندې تر شعار لاندې مخ پروړاندې روان دي او هر هغه څوک له مخې پورته کوي چې د افغانستان او افغانانو دښمن وي.
کمانډو ځواکونه د ولسمشر لپاره ځکه زیات د اهمیت وړ دي چې د افغانستان جګړه بهرني بعدونه لري، نړیوالې ترهګرې ډلې دلته فعالیت کوي چې طالبانو ورته د جګړې ښه بستر برابر کړی، دا ترهګرې ډلې مخامخ جګړه نه کوي او د جګړې تمرکز یې په غلچکي بریدونو او ځانمرګي ډله ییزو بریدونو دی چې مبازره ورسره ستونزمنه ده.
خو افغان کمانډویان بیا دا وړتیا لري چې د شپې او ورځې له مخې د طالبانو د روزنې او ماین جوړولو فابریکو او جنګي مرکزونو ته ورشي، کسان ووژني او یا یې ونیسي او مرکزونه او چاودیدونکي توکي یې له منځه یوسي.
افغان کمانډو ځواکونه په تېرو کلونو کې توانیدلي چې د زیاتو بریدونو مخه ونیسي او د ځینو هغو لویو بریدونو مخه ونیسي چې د زیاتو هېوادوال د تلف سبب ګرځیده.
کمانډو ځواکونو چې ټولو افغان ځواکونو ته یوه لویه ګټه کړې هغه دا ده چې طالبان اوس په یو ځای یوه سیمه کې نه شي راټولیدلی او نه د پخوا په څېر لوی غونډې کولای شي د هرې سیمې طالبانو به ګډون پکې کاوه.
د کمانډو ځواکونو لاس ته راوړنو کې مهم هغه یې دا و چې د طالبانو لوی غونډې یې تر برید لاندې راوستي او کسان یې ترې ژوندي نیولي او هغه چې مقاومت یې کړی وژل شوي دي.
همدا لامل دی چې اوس طالبان دوه ـ دوه هم یو ځای سره نه شي ګرځیدلی او هره ورځ او شپه په دې فکر کې وي چې اوس به یې کمانډو ځواکونه سر ته دریږي چې یا به یې وژني او یا به یې ژوندي نیسي.
کمانډو ځواکونو چې تر بل هر ځواک یې سخته روزنه او درانه تمرینات کړي، په غره، سمه او سیند باندې عملیات کولای شي او د دې وړتیا هم لري چې څو ورځې په عملیاتو کې پرته له اوبو او خوراک هم ژوند وکړي.
د کمانډو ځواکونو همدې ځانګړتیاوو سراعلی قومندان ولسمشر محمد اشرف غني اړ کړی چې ځانګړې پاملرنه ورته وشي، ځکه همدا ځواک د افغانستان بقا ده او هیڅ ترهګره ډله به پرینږدي چې خپلو پلانونو ته ورسیږي.
اوس هغه ځای چې کمانډو ځواکونه ورته رسیدګي کولای شي، هلته پر طالبانو او نورو ترهګرو ډلو خوبونه حرام دي او نه شي کولای په ښکاره د ورځ وګرځي او د شپې له خوا ډاډمن خوب وکړي، کمانډو ځواکونو یې خوبونه حرام کړي او د ورځې ازاد ګرځیدل یې له د غله داسې وي.

Comments

Leave a Reply