له افغان ځواکونو د جرګې د ګډونوالو مننه

comments 0

د سولې لپاره مشورتې جرګې له جوړیدو وړاندې ګواښونه او اندیښنې وې چې ګنې کومه پېښه به وشي، خو دا چې د جرګې لپاره بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي، هیڅ ورانکاری نه دی توانیدلی چې د دې جرګې امنیت ګډوډ کړي.

د جرګې ګډونوالو د کمیټو په غونډو کې له افغان ځواکونو مننه کړې چې د دوی ښه امنیت یې ساتلی دی.

د جرګې ګډونوالو په خپلو مشورو کې له افغان حکومت غوښتي چې د سولې پروسه کې امنیتي او دفاعي بنسټونو باندې ټینګار ولري او نباید د سولې قرباني شي.

افغان ځواکونو د امنیت تر څنګ د جرګې له ګډونوالو سره هره برخه کې مرسته کوي چې مسوولیت یې وي.

Comments