له افغانستان لارې منځنۍ اسیا ته د ایران سوداګریز دهلیز په کار پیل وکړ

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د یو بیان په خپرولو سره ویلي،چې د منځنۍ اسیا ته به د افغانستان له خاورې مالونه د افغانستان په ګاډو کې لېږدول کېږي.
د افغانستان له لارې د ازبکستان پولې ته د ایران لومړنی سوداګریز بار رسېدلی، چې ډېر ژر به له همدې لارې تاجکستان او قرغیزستان ته هم د ایراني مالونو د رسولو لړۍ پیل شي.
ایراني او افغان چارواکو یاده لار له چټګې رسونې سربېره یې مصرف او خاطر کم بللی دی.
د ترانسپورت وزارت ویاند وحیدالله قوانج وویل، په دې لېږېدونکو مالونو کې چای او د ګاډو ټایرونه دي هغه په وینا، د افغانستان د ګاډو پر مټ به لېږدول کېږي.
ښاغلی قوانج زیاته کړه،چې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ترانزیتي پراختیا د ترانسپورت وزارت له لومړیتوبونو څخه دي او هیله یې دا ده چې نورو هېوادونو مالونه هم د افغانستان له لارې ولېږدول شي.
د ترانسپورت وزارت ویاند وايي، له دې کاره یې هدف د سوېلي او مرکزي اسیا د هېوادونو ترمنځ له افغانستانه د نښلوونکي هېواد په توګه ګټه اخیستل دي.
د ایران (ایرنا) خبري اژانس هم د ایران د ترانزیتي ګمرک د مشر مصطفی ایتي له خولې ویلي، د افغانستان له لارې ترانزیتي مسیر نوې کم مصرفه، اغېزناکه او د سیمې د سوداګریزې پراختیا لپاره ګټوره تمامېدای شي.
د هغه په وینا، د ترانزیت په پراخېدو به عاید ډېر او خلکو ته د کار وبار لا نوره زمینه برابره شي.
تېره اونۍ د افغانستان له خاورې څلور لارۍ تاجکستان او دوه لارۍ قرغیزستان ته ورسېدې.
په ۱۳۹۸ کې د ایران، افغانستان، تاجکستان او قرغیزستان چارواکو تهران کې د غونډې پرمهال د دغو هېوادونو له لارې د سواګریزو مالونو پر لېږد هوکړه وکړه.
د ځمکې له لارې د لېږد رالېږد نړیوال کنوانسیون (کتای) ۷۶ غړي لري چې افغانستان یې په ۱۹۸۳ کال کې غړیتوب ترلاسه کړ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments