له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو ژمنه

comments 0

هندوکش – کابل: ملګرو ملتونو د ژینوا نړیوالې ناستې په تړاو افغانستان ته وضاحت ورکړی او له افغانستان سره یې پر دوامداره همکاریو ټینګار کړی.
بهرنیو چارو وزرات وایي، تیره ورځ د دغه وزارت سرپرست صلاح الدین رباني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو سره کتلي دي.
دواړو لوریو په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي وضعیت، ټاکنو، او د سولې پر بهیر خبرې کړي دي.
بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له استازي څخه ډاډ ترلاسه کړی چې مرستو ته به دوام ورکړي چې د افغانستان د پرمختګ سبب شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments