له افغانستان د سرتېرو وتل انديښنې راپورته کوي

comments 0

هندوکش – کابل: جرمني خبرداری ورکړی چې، له افغانستان او سوریې څخه د امریکایي ځواکونو تلل، کولای شي چې په سیمه کې د ایران او سوریې موقف پیاوړی کړي.
د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل د مونیخ په کلنۍ امنیتي ناسته کې له افغانستانه د ځواکونو ایستل له وخت وړاندې ګڼلي او ويلي دي چې په دغه هېواد کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د امریکا په ژمنو پورې تړلی دی.
تازه د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل ویلي چې، ښايي تر ۱۴۰۰ ډېر امریکايي عسکر له افغانستانه وایستل شي.
د مونیخ کلنۍ امنیتي غونډه جمعه پیل او نن یکشنبه به هم دوام وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments