له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل اسانه خبره نه ده

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ په خبرو کې له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه بحث کې باید پراخه ډله شامله وي.
اشرف غني ویلي، امریکایي ځواکونه یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د امریکا د امنیت ټینګښت په موخه هم دلته دېره دي.
ولسمشر د زلمي خلیلزاد ماموریت ته په اشارې ویلي، د خلیلزاد دنده دا ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې روانې کړي او بیا په دې چوکاټ کې په افغانستان کې د امریکا حضور او داسې نورو لویو مسایلو خبرې وشي.
قطر کې د سولې خبرو ته تمه پيدا شوې، خو تر هغې دا خبرې نه شي بریالی کیدلی چې افغان لوری په خبرو کې شامل نه شي.
افغان حکومت وایي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو او نه وتلو پریکړه افغان حکومت او افغانان کولای شي او نور هېوادونه په دې برخه کې صلاحیت نه لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments