له اختر وروسته د ترهګرو بده ورځ/ نوید احمد څرک

comments 0

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اختر په مناسبت له طالبانو سره درې میاشتنی مشروط اوربند اعلان کړ، خو طالبانو اوربند و نه کړ او په دې فکر دي چې ګنې افغان ځواکونه په جګړه کې په دفاعي حالت کې دي او دوی به پرې بریدونه کوي.
طالبانو د ولس ارادې ته هم و نه کتل چې د لوی اختر اوربند ته په تمه و، طالبانو د افغان حکومت اوربند څخه داسې برداشت وکړ لکه افغان ځواکونه چې په جګړه کې ستړي شوي او یا هم دفاعي حالت ته تللي وي.
د اختر په مناسبت بیا هم افغان ځواکونو عملیات درولي و او په دې ورځو او شپو کې هوایي بریدونه هم و نه شول، خو د لوی اختر له ورځو راپدیخوا په غزنې، فاریاب، کونړ، ننګرهار، کندهار، بدخشان، ارزګان او پکتیا ولایتونو کې په ترهګرو ډلو داسې بریدونه شوي چې د دوی ملا یې ورماته کړې ده.
کونړ کې د داعش ډلې مهم وسله وال په نخښه شول، ننګرهار خوږیاڼو کې د افغانستان لپاره د داعش قومندان سعید اورکزی له ۹ ملګرو سره ووژل شو، غزني کې تېرو څو ورځو کې د عملیاتو او هوايي بریدونو په پایله کې ۶۵ طالبان وژل شوي او له دې ډیر ټپيان شوي دي، فاریاب کې له پنځوس زیات طالبان په هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیات کې وژل شوي، همداسې په نورو ولایتونو کې د افغان ځواکونو له لوري عملیات روان دي، ترهګرو ډلو ته پکې سخت زیات اووښتی دی.
په دې بریدونو او عملیاتو سره افغان ځواکونو یو ځل بیا ثابته کړه چې د جګړې لپاره پوره چمتووالی لري او هر ځای چې وغواړي، ترهګر له منځه وړلی شي، خو دا چې افغان حکومت په جګړه کې د وژنو مخالف دی او د سولې لپاره هلې ځلې کوي، له همدې امله په ترهګرو ډلو عملیات هم سست روان دي.
افغان ځواکونو ته که د ترهګرو د وژلو امر وشي، په هرو څلرویشت ساعتونو کې به له زرو ډير ترهګر ووژل شي، خو دا چې افغان ولسمشر باور لري چې وینه په وینه نه منيځل کیږي او افغان جګړه په جګړه نه ختمیږي نو د سولې لپاره زیات تلاش کوي او په دې فکر دی چې څنګه کیدای شي د ترهګرو ډلو سیمه ییز او نړیوالو ملګري له دې ډلو لیرې کړي.
حکومت له جګړې زیاته پانګونه او کار په سوله کوي چې ترهګرې ډلې د بهرنیانو له انحصار خلاصې کړي، هغه هېوادونه چې د افغانستان په جګړه کې یې ګټې دي، بیلابیلې ترهګرې ډلې تمویلوي او دې ګټو ته د رسیدو لپاره افغانان قرباني کوي.
افغان ځواکونه، په ځانګړي ډول کمانډو ځواکونه تل چمتو دي چې د هېواد په هره برخه کې په ترهګرو باندې ورځ توره شپه کړي، یا ووژني او یا ژوندي ونیسي، خو دا چې جګړه پردۍ ده او قرباني یې افغانان دي، نو افغان حکومت په ترهګرو ډلو باندې عملیات او بریدونه کم کړي دي.
ترهګرې ډلې له دې هم د تبلیغاتو لپاره ګټه اخلي چې افغان ځواکونو پر ترهګرو بریدونه کم کړي دي، ترهګرې ډلې فکر کوي چې افغان ځواکونه امکانات او یا جرات نه لري چې په دوی بریدونه وکړي، خو نا، اصل خبره دا ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ترهګرو د سرچینو په وچولو پسې ګرځي او په دې برخه کې لا ډیر کار او زیار باسي.
حکومت دې پایلې ته رسیدلی، که ترهګر په وژلو کمیدلی او تاوتریخوالی په بریدونه له منځه تللی، نو څو کاله وړاندې به تللی وای، خو دا چې د دې هر څه د پای لپاره سیمه ییزه او نړیوالې اجماع ته اړتیا ده چې د ترهګرو جرړې له منځه لاړې شي، ولسمشر محمد اشرف غني په همدې کار کوي.
افغان ځواکونه لا هم خپل کار کوي، ځینو سیمو کې عملیات کوي او ځینې کشفي بریدونه هم کوي چې زیات شمېر ترهګر پکې وژل کیږي، خو زیات تمرکز پر دې دی چې څنګه کیدای شي د جګړې لپاره د پای خط پیدا کړي.
اوس سولې ته د رسیدو لار لنډه ښکاري، د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو لپاره د جګړې پلمې ختمې شوي او یواځې غږ پکار دی چې د سولې مخامخ خبرې پيل شي او هغه تاوتریخوالی چې د جګړو له کبله پيدا شوی، نور بس شي.
له ترهګرو ډلو اوس په افغانستان کې د اسلام ټکټ هم دیني علماوو، په کابل، اندونیزیا او جده کې واخیست او هغه شرایط یې هم ختم شول چې بهرنیان دې له افغانستان ووځي، خکه اوس افغان حکومت طالبانو ته ویلي چې د بهرنیانو د پوځي حضور په تړاو به خبرې د سولې په میز کیږي چې پاتې شي، یا نه، که پاتې کیږي، په کومو شرایطو او که وځي، بدیل او تضمین به څه وي چې د نویمو کلونو جګړې به نه تکراریږي چې روسیه ووته او تنظیمونو په خپلو منځو کې کابل وران کړ او په سلګونه زره خلک یې ووژل، ټپيان کړي او بې ځایه کړل.

Comments