لغمان کې ۹۸ پروژې پرانیستل شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – لغمان: ولسمشر محمد اشرف غني لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د څه د پاسه دوه میلیاردو افغانیو په ارزښت ۹۸ بېلا بېلې ټولګټې پروژې پرانیستې.
له ولسمشر سره په دې سفر کې د کابینې یو شمېر وزیرانو، د لغمان والي محمد اصف ننګ، د ولسمشرۍ ماڼۍ یو شمېر سلاکارانو او د مختلفو ادارو مسولینو هم شتون درلود.
د لغمان ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د ۴۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د مهترلام – بادپښ تر منځ د غځېدلي سړک د دوهم فیز د کار، په مرکز مهترلام کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو ستر تفریحي پارک، د سلطان غازي بابا ښارګوټي لپاره د څښاک د پاکو اوبو د رسولو او دغه راز د ۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د تدریسي ودانۍ چارې نوې پیل کړې او همدارنګه د نېږدې څلور سوه میلیونه افغانیو په ارزښت یې د لغمان سل بستریز روغتون، د ولایت مقام نوې اداري ودانۍ او یو شمېر نورې لوی او وړې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments