د لغمان چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د امنيتي ځواکونو لهخوا په ځانګړو عملياتو کې 8 تنو وسلهوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان ولایت د والي ویاند ښاغلي سرحدي ځواک نن دوشنبه رسنيو ته وویل چې په دغو عملیاتو کې چې نن سهار د لغمان په مرکز او الینګار ولسوالۍ کې پیل شوي، تر دې مهاله پهکې 5 وسلهوال مخالفین وژل شوي او 3 تنه نور ټپيان شوي دي.
ښاغلي ځواک زیاتوی چې د عملیاتو پر مهال 2 تنه پولیس هم ټپيان شوي چې روغتيايي وضعیتيې د ډاډ وړ دی.
تر اوسه پدی اړه د وسلهوالو طالبانو ویاند د یاد شوی عملياتو په تړاو رسنیو ته څه نهدي ویلي.
لغمان کې ۵ وسلهوال وژل شوي او ۳ ټپیان دي!

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.