لغمان کې ۴ طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – لغمان: په ختېځ کې د۲۰۱سیلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیرین اقا فقیري وایې تېره ورځ د الینګار ولسوالۍ اړوند په سنګره دره کې بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټ برید پرمهال ۴طالبان وژلي .
دا ډله چې نومونه یې تراوسه نه دي په ډاګه ځایي خلکو مهم کسان یاد کړي چې د الینګار په ناامنیو کې یې لوی لاس درلود.
فقیري وايي، د هوایي بریدونو تر څنګ د لغمان په بیلابیلو سیمو کې د افغان ځواکونو عملیات هم دوام لري چې طالبانو ته یې سخت ګوزارونه ورکړي دي.
د فقیري په خبره د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ملکي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی .
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply