لغمان کې یو طالب ځانمرګی په ښځينه جامو کې ونيول شو

comments 0

هندوکش – لغمان: افغان امنیتي ځواکونو پرون مازدیګر په یوه ځانګړي عملیات کې یو طالب ځانمرګې بریدګر د ښځو په جامو کې نیولې دې.
د لغمان امنیه قوماندانې پولیس وایي، دا بریدګر پرون مازیګر ناوخته د مرکز اړوند د کټل په سیمه کې د یوې کشفي اطلاع پر اساس نیول شوې دې.
د لغمان امنیه قوماندانې چارواکي زیاتوي چې بریدګر چې د مېرمنو جامې یې په تن کړې وې او غوښتل یې چې له سیمې فرار وکړي نیول شوېږ
د امنیه قوماندانې په وینا، نوموړي پلان درلود چې په مرکز مهترلام کې په دولتي تاسیساتو ځانمرګی برید وکړي، چې وړاندې له بریده د پولیسو له لوري ونیول شو.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د امنیه قوماندانۍ دغه ستره لاسته راوړنه ستایي او ټولو امنیتي او کشفي ارګانونو ته سپارښتنه کوي څو د امنیت د ټینګښت او د ولسونو د هوساینې لپاره خپلې هلې ځلې نورې هم ګړندۍ کړي.
تردې دمه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply