لغمان کې په ماشومانو چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – لغمان: راپورونه وایي، د لغمان په مرکز مهترلام کې د نارنجک د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله لس تنه کوچنیان زخمیان شوي دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، تېره ورځ د ۳ بجو په شاوخوا کې د مرکز اړوند د عمرزئیو د سمڅو په سیمه کې په یوه ډله کوچنیانو د نارنجک یوې نا چاودې مرمۍ انفجار کړی چې له امله یې لس تنه ماشومان زخمیان شوي دي.
د ځواک په خبره، دغه مرمۍ چې په سیمه کې له پخوا څخه پاتې وه، د ماشومانو له لوري تر ټکول کېدو وروسته چاودلې چې لس تنه کوچنیان په کې زخمیان شوي، چې د زخمیانو له جملې د څلور تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی، چې د زخمي شویو کوچنیانو عمرونه د اتو او څوارلسو کلونو تر منځ دي.
فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply