لغمان کې پرطالبانو برید شوی

comments 0

247 Views

هندوکش ـ مهترلام بابا: د لغمان الیشنګ ولسوالۍ اړوند شمکټ سیمه کې بې پیلوټه الوتکې برید پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

بې پیلوټه الوتکې نن شاوخوا لس نیمې بجې برید کړی چې درې تنه یې وژلي او دوه نور یې سخت ټپیان کړي دي.

د وژل شویو کسانو نومونه روف، ښادي ګل او کاظم علي ښودل شوي د ي.

له بل لوري نن سهار د الیشنګ درې په استقامت له مرکزي سیمو د قهر نمبر یو په نوم ګډو افغان ځواکونو عملیات هم پیل کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Share this page to Telegram

Comments