لغمان کې پرداعش هوايي برید شوی

comments 0

هندوکش – لغمان: د کورنیو چارو وزارت وایي، تېره شپه یې د لغمان ولایت اړونده سیمه کې پر داعش وسله والو برید کړی چې درې مهم قومندانانو سربیره پکې نور داعش وسله وال هم وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې هوایي بریدونه تېره شپه د الینګار ولسوالۍ مسور، کنډه ګل او نورلام قریو کې د کشفي راپورونو په اساس شوي دي.
په دې بریدونو کې د څوارلس داعش وسله والو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.
په وژل شویو کې د داعش وسله والو درې قومندانان موسی، مولوي فیروز او مولوي تراب شامل دي.
په بریدونو کې د داعشیانو وسلې او تجهیزات هم له منځه وړل شوي او ملکي وګړو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply