لغمان کې ماین چاودنې امنیه قوماندان وژلې دې

comments 0

هندوکش – لغمان: د لغمان ځايي چارواکي وايي، تیره ورځ د الینګار ولسوالۍ امنیه قومندان ډګروال سید محمد عارف سادات د سړک غاړې په ماین چاودنه کې د څلور پولیسو سره یو ځای وژل شوی دی.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، پېښه نن سهار ۱۱بجې شوې ده، چې د قومندان په ګډون پنځه تنه وژل شوي او دوه پولیس نور ټپیان شوي دي. دی د ټپي پولیسو روغتیايي حالت ښه ښيي.
د دولتزي په خبره، پېښه د الینګار ولسوالۍ په مسکین اباد نومي سیمه کې شوې ده.

خو ځايي خلک وايي، په نننۍ پېښه کې د امنیه قومندان په ګډون ۸ پولیس وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
تراوسه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
الینګار د لغمان هغه ولسوالۍ ده، چې طالبان پکې پراخ حضور لري او ګڼې سیمې یې تر خپل واک لاندې دي.
فرهاد شهراني

Comments