لغمان کې سلګونو دیني عالمانو تاوتریخوالي د کمښت هرکلی کړی دی

comments 0

هندوکش ــ لغمان: په لغمان ولایت کې سلګونو دیني عالمانو په یوه جوړه شوې غونډه کې د تاوتریخوالي د کمښت هرکلي کړی دی او د دوام غوښتنه یې کړې ده.
په یاده جوړه شوې غونډه کې دسلګونو دیني عالمانو سربیره دلغمان والي ښاغلي اصف ننګ او د لغمان د حج او اوقافو رییس نجیب الله هاشمي هم ګډون کړی و.
په یاده ناسته کې دیني عالمانو په هېواد کې د تاوتریخوالي په کمیدو خوښي څرګنده کړه او د جګړې په زیانونو په اړه حاضرینو ته ګټور معلومات وړاندې کړل.
یادونه: په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمیدو د ملاتړ په موخه په زیاتو ولایتونو کې غونډې جوړې شوي دي.
فرهاد شهراني

Comments