لغمان کې د موټر چپه کېدو له امله ۱۰ کسان وژل شوي دي

comments 0

د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ ګونه پال دره کې یو موټر چپه شوی شا وخوا لسو ملکي وګړو ته پکې مرګ ‌ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت ‌زي وايي، چې دا پېښه تېر سهار شوې ده.
هغه زیاته کړه: “د ولسي خلکو یو موټر مهترلام ښار ته روان وو چې پر لاري له ګړنګ څخه لویدلی چې پرمهال یې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او اته تنه ټپیان شوي دي.”
نوموړي زیاته کړه، چې ټپیان سمدستي د يادې ولسوالۍ او مرکز مهترلام روغتون ته لېږدول شوي دي.
ښاغلی دولت ‌زي د دې پېښې د دلیل په اړه څه نه‌ دې ویلې، خو تر ډېره په افغانستان کې ورته پېښې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ او ډېر سرعت له کبله کېږي.
فرهاد شهراني

Comments