لغمان کې د ملي امنیت ځواکونو د طالبانو ۴ مهم غړي نیولي

comments 0

هندوکش ـ لغمان: د لغمان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د لغمان ولایت په مربوطاتو کې د وسلوالو طالبانو ۴ مهم غړي نیولي دي.
چارواکي زیاتوي، چې نیول شوو ۴ تنو طالب وسلوالو په یاد ولایت کې په هدفي وژنو، چاودنو، ماین ایښودنې او یو شمیرنورو ترهګریزو پیښو کې لاس درلود.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دي ښودلی.
فرهاد شهراني

Comments