لغمان کې د طالبانو پرضد عملیات شوي

comments 0

هندوکش – لغمان: د لغمان په الیشنک او دولت شاه ولسوالیو کې د عملیاتو په مهال اوه طالبان وژل شوي دي او یو شمیر نور ټپیان شوي هم دي.
د دوه سوه یو سیلاب قول اردو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په عملیاتو کې له څلویښتو زیات کلي هم له طالبانو نیول شوي دي.
سرچېنې په یادو عملیاتو کې د طالبانو د یو شمیر وسلو او مهماتو د نیولو ادعا هم کړې ده.
تېره ورځ هم د لغمان ځینو ولسوالیو کې د طالبانو پرضد عملیاتو کې ځینې طالبان نیول شوي و او ځینې وژل شوي و.
دا عملیات چاڼیز دي چې د طالبانو د ځپلو لپاره پيل شوي دي.
فرهاد شهراني

Comments