لغمان کې د دوو ملیونو افغانیو په کچه بی ځایه شویو کورنیو سره خوراکي مرستی وشوې

comments 0

هندوکش – لغمان: دلغمان د سرې میاشتې کمیتې په هلو ځلو ۱۳۰ بی ځایه شویو کورنیو سره خوراکې او غیر خوراکي مرستې وشوې.
دغه مرستې د سره صلیب نړیوالې کمیټې په مالي مرسته د مرکز او الیشنګ ولسوالۍ اړونده په ۱۳۰ هغو کورنیو وشوې چې جګرو له امله بی ځایه شوي دي.
یادې مرستې نن د لغمان د سرې میاشتې د رئیس ډاکتر عبدالغفار رسولي، د ولایت مقام او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د استازو په شتون کې وویشل شوه.
د یاد ولایت چارواکو په وینا مرسته شویو خوراکي توکو کې ۷۵ کیلو ګرامه وریجې، ۲۵ کیلو کرامه لوبیا، ۱۵ کیلو ګرامه غوړي، ۵ کیلو ګرامه بوره، دوه کیلو ګرامه مالګه او دوه کیلو ګرامه چای او همدارنګه په غیر غذايي توکو کې د اشپزخانې کېټ، اووه تختې کمبلې، دوه بوشکې، یو تخته ترپال، زنانه یي ټکري، د نارینه وو لپاره پټوګان، جانپاکونه او د دې تر څنګ د کالیو او لاسونو مینځلو مینځلو صابونونه شامل ول.
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې د طالبانو جګرو له امله ډیرې کورونه بی ځایه شوي او دولت په دې هڅه کې ده چې هغوې ته د ژوند آسانتیا توکي برابرې کړي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply