لغمان کې د دریو پروژو د بنسټ دبرې کیښودل شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – لغمان: په مرکز مهترلام کې د څه باندې دولس میلیونو افغانیو په ارزښت د دریو لویو پروژو بنسټ دبرې کیښودل شوې.
د هندوکش خبري څانګې خبریال لغمان نه په استول شوي راپور کې لیکلي چې ددریو پروژو چارې نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا د مرستیال حاجي عبدالعزیز، د لغمان امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد، د پوهنې د رئیس محمد حضر مجددي او د یادې سیمې د قومي مشرانو په لاسونو د بنسټ ډبرې په اېښودو سره پیل شوې.
استول شوي راپور کې ویل شوي چې دغه پروژې کې د سلطان غازي باب د لومړني ښوونځي ودانۍ او احاطوي دیوال، او د ارمل د هلکانو د لیسې احاطوي دیوال پکې شامل دي.
دغه پروژې چې د ولایت لپاره د منظور شوې غیر مشروطه بودیجې په مالي ملاتړ جوړېږي، چارې به یې د همدې کال تر پایه سرته ورسېږي.
دغې غوندې کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل: ښوونځي د فکري جوړېدنې او رغونې اساسي مرکزونه دي.
نوموړي زیاته کړه: د فکري جوړېدنې او قوت په نشتون کې ملي موخو ته رسېدل ګران کار دی.
نوموړي له ښوونکو وغوښتل څو په ښوونځیو کې د دې ولس بچیان په اسلامي او ملي فکر وروزي او د هغه ظالم دښمن په مقابل کې د حق غږ پورته کړي چې د دوی اولادونو ته د قلم پر ځای ټوپک په لاسونو کې ورکوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply