لغمان کې ديني عالمانو او قومي مشرانو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه وکړه

comments 0

هندوکش ــ لغمان: په لغمان ولایت کې ګڼ شمیر دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د یاد ولایت اوسیدونکو په یوه جوړه شوې ناسته کې د بین الافغاني مذاکراتو غوښتنه وکړه.
په غونډه کې راټولو شویو دیني عالمانو د طالبانو له خوا روانه جګړه افغان وژنه وبلله او ژر تر ژره یې دبندیدو غوښتنه وکړه.
دوی زیاتوي ددې ولایت ټول ولسونه او دیني عالمان د تاوتریخوالي د کمیدو له اونۍ ملاتړ اعلان کړی و او د تل پاتې سولې لپاره د اوربند هم غوښتنه کوي.
یاد ديني عالمان وايي، سوله د هر افغان هیله اوغوښتنه ده او باید په جګړه کې ښکېل اړخونه د ولسونو غوښتنې له پامه ونه غورځوي او پاملرنه ورته وکړي.
فرهاد شهرانيٍ

Comments