لغمان کې دوه مېرمنې وژل شوي او درې ماشومان ټپیان دي

comments 0

0 Views

چارواکي وایي، په لغمان ولایت کې د هاوان یوې مرمۍ د لګېدو له امله پنځو تن مړه او تپیان شوي دي .
ویل کیږي چې پېښه تېره ورځ غرمه مهال د یاد ولایت د الینګار ولسوالۍ د سلینګار په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، د هاوان مرمۍ د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا توغول شوې، چې په کې دوه مېرمنې وژل شوي او درې ماشومان ټپیان شوي دي.
خو د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم په یاد ولایت کې د یوه توغنديي د لګېدو له امله پنځه ماشومان مړه او دوه نور ټپیان شوي ول

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply