لغمان ولایت کې د افغان ځواکونو په ملاتړ غوڼده ترسره شوه

comments 0

هندوکش ــ لغمان: په لغمان ولایت کې قومي مشرانو،ځوانانو،دیني عالمانو په یوه جوړه شوې غوڼده کې دافغان ځواکونو هڅې اوقربانۍ وستایلې اوله دوي څخه دزړه له کومې مننه وکړه.
دغوڼدې ګډونوال وايي،افغان ځواکونه د دې هېواد او خاروې رښتيني ساتونکي او اتلان دي،دوي په سختو حالاتو کې له وطن اوخاورې څخه په میړانه دفاع کوي.
په جوړه شوې غوڼده کې دیني عالمانو او قومي مشرانو له طالبانو وغوښتل،چې له جګړې لاس واخلي او دپردیو په اشاره نو رخپل بې ګناه هېوادوال شهیدان نه کړي.
فرهاد شهراني

Comments