لعلپوره کې د ۱۵ وسله والو طالبانو وژل کيدو ترڅنګ وسلې او مهمات ترلاسه شول

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ولايت لعلپورې ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو د پیل شويو عملياتو په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او د دوی يو شمېر درنې او سپکې وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
د معلوماتو له مخې دغه وسله وال طالبان د دې ولسوالۍ ګرداب، مير سنګی، چکنور، ګل ډاګ، کوچيانو کلی، شګې ناوه او ساده سيمو کې وژل شوي او يادې سيمې د دوی له شتون څخه په بشپړ ډول پاکې شوي دي.
د دغه عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو اړوند يو زر او نهه فيره بېلابيل ډوله مرمۍ، دوه ايکم مخابرې، ديرش عدده د راکټ حق سوق، يو د زيکويک ميل، دوه د زيکويک مسندونه، يو د هاوان ميل، يو راکټ، يو ميل پنځه ډزی ټوپک، دوه کړۍ لاسي بمونه، يو کلاشنکوف شاژور، يو عراده موټر سايکل او درې بورۍ چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
دغه راز په يادو سيمو کې د وسله والو طالبانو له لوري د تخريبي کړنو په موخه ځای پر ځای شوي اته حلقې ماينونه هم کشف او لمنځه وړل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې د خوږياڼو ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره ورځ د ملي اردو سرتيرو سيمه ييزو پولیسو په همکارۍ يو تن سره يو ډزی ټوپک، يوه پرتله، دوه کمربندونه او د ماين جوړونې مواد يو ځای نيولي دي.
فرهاد شهراني

Comments