لس میلیونه تذکرې ویشل کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د ټاکنو خپلواک کمیسیون غوښتنه لري چې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره باید خلکو ته لس میلیونه تذکرې وویشل شي.
د ټاکنو لپاره ځانګړي کارتونه بې اعتباره شوي او راتلونکي ټاکنې په کاغذي تذکره باندې کیږي.
د ټاکنو کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد وايي، د نفوسو د ثبت او احوالو له ادارې سره یې هوکړه کړې چې د افغانستان په ټولو سیمو کې به لس میلیونه نوې تذکرې د رای اچونې لپاره ویشي.
له دې سره د نفوسو د ثبت او احوالو ادارې د تذکرو د ویش لپاره پوره چمتوالی ښودلی چې هره ورځ په اوسط ډول دیرش زره تذکرې ویشي.
د دغې ادارې رییس همایون محتاط وايي، یواځې په ۲۲ ولسوالیو کې د تذکرو د ویش مرکزونه نه لري او کار کوي چې هلته هم د ویش مرکزونه پرانیزي.
د تذکرو ادارې له خلکو غوښتنه کړې چې که سیمو کې یې د ویش مرکزونه نه وي، نږدې ولسوالیو او مرکز کې تذکرې ورکول کیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply